ننګرهار میدیوتیک رسنیز کور لهOSDR/CoAR ادارې سره مرسته کوي
ننګرهار رسنیزکور ننګرهار رسنیزکور

 

OSDR/CoARموسسه غواړي چې په ننګرهار ولايت کې د پروپوزل ليکلو، مديريت، اداري چارو او بشري منابعو د ظرفيت لوړونې برخه کې يو شمېر افغان ځوانانوته دزده کړې لارې چارې پرانیزي. په دغو کې هغه کسان چې اوسمهال عملا پردندو کارکوي او هغوی چې لادندې نه لري، دواړه ډوله شامل دي.

دغې ادارې دپنجشنبې په ورځ د۲۰۱۳م کال دجنورۍ پر۳۱مه نېټه دیوې ناستې په ترڅ کې  له  ننګرهار میدیوتیک څخه  وغوښتل، چې دوی ته خپل همکار، او نور فعال ځوانان د روزنې لپاره وروپېژني.

یاده موسسه ژمنه کوي، چې دځوانانو دنوښتونو دپراختیا او پخپلو مټو دمتکي کېدا په هدف به هر میاشت په لسګونو ځوانان روزي، چې په هره برخه کې خپلې وړتیاوې وښيي.

ننګرهارمیدیوتیک دخبریالانو او مدني ځوانانو یو فعال نيټ ورک لري، چې په ژورنالیزم، سربېره دبېلابېلو نورو مدني فعالیتونو په برخه کې هڅانده نوښتونه ترسره کوي. ځکه یې نو دیادې موسسې، داهڅې دخپلې سیمې او هېوداد پرمختګ په لارکې ارزښتمنې وګڼلې.

Coarموسسې، داامکان هم وښود، چې ښايي، په اینده کې ددغه پروګرام ترسیوري لاندې روزل شویو ځوانانو ته دکارموندنې لارې چارې هم برابرې کړای شي.

ننګرهارمیدیوتیک دیادې موسسې هڅې ستایي، چې دنهو میاشتو په ترڅ کې به لسګونه تنه فعال ځوانان لا فعال کړي او دخپل هېواد  اینده به دروښانتیا او مسلکیتوب خوا ته لږه نوره هم ورنژدې کړي.

دپروګرامونو دپیل او څرنګوالي په اړه به ننګرهار رسنیزکور وخت پروخت خپلو مینه والو ته معلومات وړاندې کړي.

 

 

 


January 31st, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
بیانات، پیامها و گزارشها